د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۰۹

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکې ازبکستان ته سفر کوي


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې د روانې اوونۍ په اوږدو کې ازبکستان ته سفر وکړي او په تاشکند کې له ازبک چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز به له ازبک چارواکو سره د شوکت میرضیایف د ولسمشرۍ په دوره کې پرمختګونه وارزوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې ولز به څه وخت تاشکند ته سفر وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې د دغه سفر نېټه د جنورۍ له ۳۰مې د فبرورۍ تر دوهمې پورې ویل شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ولز به تر دې سفر دمخه په لندن کې له بریتانیایي چارواکو سره وګوري.

تمه ده له ازبک چارواکو سره د دغې امریکایي ډیپلوماتې د لیدنې پر مهال پر سیمه‌يیزو او نړیوالو مسایلو او هم پر امنیتي او اقتصادي همکاریو بحث وشي.

XS
SM
MD
LG