د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د احتمالي طبیعي پېښو د خطراتو د مخنیوي په هدفیې له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې په خطرناکو سیمو کې ونهګرځي او یا د واورې او بارانونو د ورښت پر مهال له کورونو ونهوځي.
د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي، په همدې تړاو یې له اړوندو ادارو هم غوښتي چې د اړتیا په صورت کې خپل ټول لازم چمتووالی ولري که هغه د روغتیا په برخه کې وي یا د احتمالي بېځایه کېدو په برخه کې.
ښاغلي سیاس ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې له کوره راوځئ له هغو سیمو او درو څخه چې پېچلې دي، تېر نهشئ او یا له هغو سیمو چې د واورې د ښویېدو احتمال پهکې شته او یا هم د ډبرو د رالوېدو امکان پهکې شته، نېښاني شوي دي او خلک پهخپله هم پوهېږي، نو دوی دې هغو سیمو ته نهنږدې کېږي. که جدي اړتیا یې وي، نو بیا دې د راوتلو پر مهال له ځان سره ابتدايي خوراکي مواد او ګرمې جامې ولري."
تر دې وړاندې د همدې ادارې لهخوا په یوه خبرپاڼه کې په ځینو شمالي، مرکزي او جنوب ختیځو ولایتونو کې د سختې واورې او په نورو لوېدیځو، ختیځو، شمال ختیځو، مرکزي او یو شمېر شمالي ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو د ورېدو خبرداری ورکړل شوی دی.
پهدې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له سالنګ پرته په نورو سیمو کې ښایي تر شااوخوا ۳۰ سانتي متره پورې واوره او باران وشي.
بلخوا د سالنګ لویه لاره د سختې واورې له کبله د دوشنبې په ورځ د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت مشر جنرال رجب له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پر دغه لاره شااوخوا ۹۰ سانتي متره واوره ورېدلې ده.
دی وايي:
"د واورې ورښت په لومړي سر کې لږ، خو د شپې په اوږدو کې شدید شو چې په جنوبي سالنګ کې شااوخوا ۹۰ سانتي متره واوره وشوه او په شمالي سالنګ کې همدا اوس هم واوره د سخت توپان سره جریان لري. موږ د خلکو د خوندیتوب په هدف دغه سړک د ټرافیکو پر مخ وتاړه او تر هغو به تړلی وي چې وضعیت ښه شوی نهوي."
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې هر کال د همدې طبیعي پېښو له کبله ډېر مالي او ځاني زیانونه ویني.
د مرستو رسوونکو ټیمونو روزل، استنادي دېوالونه او په زیان منونکو سیمو کې خلکو ته د خوندي ځایونو جوړول هغه څه دي چې په دې برخه کې د افغانستان د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه بلل کېږي.
افغان دولت وړاندې د یوې داسې طرحې د پیلېدو خبره کړې وه چې په ټول افغانستان کې طبیعي خطرات وپېژندل شي او بیا له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې په تدریجي ډول دغه ګواښونه لهمنځه یوسي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د طبیعي خطرونو سره د مقابلې په اړه یوه کنفرانس کې له حکومتونو وغوښتل چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې له طبیعي پېښو څخه د انسانانو په مړینې او اقتصادي زیانونو کې د پام وړ کموالی راولي.