د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۹

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ د ۱۷ زره افغان بې‌ځایه شویو نومونه لیکلي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «OCHA» وایي، دغې ادارې تېره اوونۍ په افغانستان کې د څه باندې ۱۷ زره بې‌ځایه شویو نومونه لیکلي چې ډېری یې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پای کې په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د دغې ادارې په اوونیز ساحوي راپور کې د افغان چارواکو له قوله راغلي چې له دغو کسانو څخه یوازې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له کبله، تر ۱۰ زرو ډېر کسان د کندز ښار ته کډه شوي دي.

همدې راپور د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې په حواله لیکلي چې د جنورۍ له ۲۱مې تر ۲۷مې ۹۶۳۹ تنه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه‌یې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته یا لېږل شوي او یا په خپله خوښه ورغلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوونیز راپور زیاتوي، تېره اوونۍ په افغانستان کې تر ۳۹ زره ډېرو اړو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

په راپور کې همداراز په جلال‌اباد ښار کې د ماشومانو د ملاتړ یا «سېف د چلډرن» پر مؤسسې د جنورۍ د ۲۴مې برید یادونه هم شوې ده چې له کبله‌یې د دغې ادارې څلور کارکوونکي ووژل شول.

د همدې برید وروسته «سېف د چلډرن» په افغانستان کې په مؤقتي ډول خپل فعالیتونه وځنډول.

XS
SM
MD
LG