د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۰

هند کې د «IPL» کرکټ سیالیو کې به د لومړي ځل لپاره ۴ افغان لوبغاړي ولوبېږي


د هندوستان د کرکټ د غوره‎لیګ یا «ای. پي. اېل» په مشهوره سیالیو کې به د لومړي ځل لپاره څلور افغان لوبغاړي ولوبېږي.

د داوطلبۍ دغو مراسمو ته د ۱۰ افغان لوبغاړو له ډلې شپږ افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي وو چې د لوبډلو له‎خوا څلور افغان لوبغاړي په‎کې وپېرل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ سلاکار عزیز‎الله فضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو ونډه افغانستان ته نوم او تجربې راوړي.

د افغانستان کرکټ بورډ سلاکار عزیز‎الله فضلي
د افغانستان کرکټ بورډ سلاکار عزیز‎الله فضلي

دی وايي:

"له نېکه‎مرغه سږ کال به څلور افغان لوبغاړي په «ای. پي. اېل» سیالیو کې ولوبېږي، په دې معنی چې زموږ لوبغاړي به د نړۍ د پیاوړو لوبغاړو تر څنګ وي، دا کار د افغانستان نوم ځلوي، تر څنګ‌یې د لوبغاړو مالي حالت ښه کېږي، هېواد ته تجربې راوړي او نویو ځوانانو ته یو امید ورکوي چې که هر څوک زیار وباسي یوه ځای ته رسېږي."

راشد خان ارمان، محمد نبي عیسی‌خېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان پکتین هغه لوبغاړي دي چې د هندوستان د کرکټ په ۱۱م پړاو سوداګریزو سیالیو «ای. پي. اېل» کې به ونډه واخلي.

د هندوستان د کرکټ غوره‎لیګ سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ کېږي او تېر کال په‎کې د لومړي ځل لپاره دوه افغان لوبغاړو برخه اخیستې وه.

هره لوبډله د دغو سیالیو لپاره د اړتیا وړ لوبغاړي د هغوی لوبې ته په کتو ځان ته د پیسو په بدل کې اخلي.

د هندوستان د ۱۱م پړاو «ای. پي. اېل» سیالیو لپاره بولۍ د جنوري په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه تر سره شوه چې په‎کې راشد خان ارمان د څه کم یو نیم میلیونه ډالرو او محمد نبي عیسی‌خېل د یو لک ۵۷ زره ډالرو په بدل کې د «سنرایزر حیدراباد» لوبډلې وپېرل.

تر څنګ‌یې دوه نوي افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ د شپږ لکه ۲۹ زره ډالرو په بدل کې د «کېنګز اېلون پنجاب» لوبډلې او ظاهر خان پکتین د څه باندې ۹۴ زره ډالرو په بدل کې د «راجستان رایلز» لوبډلې له‎خوا وپېرل شول.

داوطلبۍ ته نجیب ‎ځدراڼ او ګلبدین نایب هم معرفي شول، خو کومې لوبډلې یې اخیستو ته زړه ښه نه‎کړ.

مجیب ځدراڼ
مجیب ځدراڼ

له دې سره د کرکټ یو شمېر څارونکي وايي، د هندوستان په غوره‎لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدل د مادي او ګڼو معنوي ګټو تر څنګ د دې لامل ګرځي چې ګڼ افغانان دا لوبې تعقیب کړي.

له دې ډلې جاوید حمیم کاکړ ازادي راډيو ته وویل:

"دا ښيي چې د افغان لوبغاړو په وړتیاوو نړۍ پوهه شوې. دا لوبغاړي به اوس نه‌یوازې دلته لوبېږي، بلکې د نړۍ نورو لیګونو ته هم لار پیدا کوي، دا د تجربو اخیستلو یوه ښه لار ده، تر څنګ‌يې افغانستان او افغانانو ته یو مثبت نوم ورکوي."

د داوطلبۍ دغو مراسمو ته له پاکستان پرته د بېلابېلو هېوادونو ۵۷۸ لوبغاړي معرفي شوي وو چې ۱۸۲يې وپېرل شول.

د هندوستان د کرکټ غوره‌لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو ۱۱م پړاو د راروانې اپرېل میاشتې په اوومه پیلېږي چې د مې د میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG