د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۳ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۷

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو په يوه رسمي سفر کابل ته راځي


په پام کې ده د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو نن په يوه رسمي سفر کابل ته لاړ شي.

جمهوري رياست وايي چې د افغانستان او اندونيزيا ولسمشران به تر کتنې وروسته په يوه ګډ کنفرانس کې هم برخه واخلي.

د اندونيزيا ولسمشر په وروستيو کې پاکستان ته هم تللى او له خپل پاکستاني سيال ممنون حسين سره‌يې په کتنه کې د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان د ديني عالمانو د يوې ګډې کمېټې د جوړولو پېشنهاد کړى دى چې هدف به‌يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وي.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو مخکې د سولې عالي شورا يوه هيئت ته ويلي وو چې هېواد يې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکارۍ ته چمتو دى.

د سولې عالي شورا مشر محمد کريم خليلي او د دې شورا ځينو غړو شااوخوا دوه مياشتې مخکې اندونيزيا ته سفر کړى و.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په وري يا حمل مياشت کې اندونيزيا ته ورغلى و.

XS
SM
MD
LG