د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۵

ټېلرسن: د ترورېستي ډلو ملاتړ کوونکو په وړاندې هېڅ زغم نه شته


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، مسؤلیت لري چې د طالبانو د تشدد د پای ته رسولو لپاره قاطع ګامونه پورته کړي.

په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټېلرسن په حواله لیکلي:

"د هغو کسانو په وړاندې چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي یا پناه ورکوي هېڅ ډول زغم نه شته."

ټېلرسن په کابل کې حمله له وحشته ډکه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه د هغه په حواله لیکل شوي:

"پر ملکي وګړو د حملې لپاره له امبولانسه کار اخېستل د افغانانو او ټولو هغو خلکو په وړاندې چې د سولې ټینګولو هڅې کوي غیر انساني بې پراويي څرګندوي. دا کار د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي."

XS
SM
MD
LG