د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د چک جمهوریت انتخاباتو کې "میلوش زمان" بریالی وبلل شو


د چک جمهوریت د جمهوري ریاست په دوهم دور انتخاباتو کې د روسيې پلوي کوونکی کاندید میلوش زمان بریالی وبلل شو.

په چک جمهوریت کې د ټاکنو اول دور د جنورۍ په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره شو چې میلوش زمان ۳۸ اعشاریه شپږ او د هغه رقیب کاندید جیري دراګوس ۲۶ اعشاریه شپږ فیصده رأی خپلې کړې وې.

له دې امله چې په اول دور کې یوه کاندید هم تر ۵۰ فیصده زیاتې رأی نه‎وې ګټلې، د ټاکنو دوهم دور ترسره شو.

د چک جمهوریت د انتخاباتو کمېسون پرون شنبه اعلان وکړ چې ميلوش زمان په دوهم دور کې ۵۱ اعشاریه ۳۶ رأی ګټلې او د جمهوري ریاست دوهمه پینځه کلنه دوره يې ګټلې ده.

په ټاکنو کې د ميلوش زملن رقیب کاندید جیري دراګوس چې د اروپايي ټولنې پلوي يې کوله ۴۸ اعشاریه ۶۳ رأی تر لاسه کړې دي.

جیري دراګوس په ټاکنو کې خپله ماته منلې او زمان ته یې د بري مبارکی ویلې ده.

مېلوش زمان ۷۳ کلن دی.

هغه پرون د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل:

"دا زما وروستۍ سیاسی بری دی" او له هغوی یې مننه وکړه.

ميلوش زمان وویل:

"ګرانو ملګرو! اجازه راکړئ چې د چک جمهوریت د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د زړه له تله، ستاسو د ملاتړ او مرستې مننه وکړم. موږ به له تاسو پرته نه وای ګټلې!"

سره له دې چې په چک جمهوريت کې ولسمشر تشریفاتي مقام دی خو یو مهم صلاحیت لري او هغه دا چې پرېکړه کوي چې څوک نوی حکومت جوړولای شي.

په چک جمهوریت کې سږکال اته اعشاریه څلور میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

ميلوش زمان اول وار په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د چک جمهوریت ولسمشر وټاکل شو.

په داسې حال کې چې اکثر اروپايي دولتونه باور لري چې مسکو د اروپايي هېوادونو په چارو کې بې ځایه لاسوهنه کوي، د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په وړاندې د میلوش زمان ګرم دريځ او په ځیني نورو سیاسي مسئلو لکه اروپا ته د مهاجرینو ورتګ او په اروپايي ټولنه کې د مسلمانانو د ونډې په اړه د هغه نظر بحث پارونکی بلل شوی دی.

د اوکراین په چارو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د میلوش زمان خبرې په اروپا کې له عمومي سیاسي نظر سره اختلاف لري او د روسیې له لوري د کرېمیا الحاق يې نه بدلېدونکی کار بللی دی.

میلوش زمان له چین سره هم د خپل هېواد د اړیکو د نېږدې کېدو پلوي کوي.

د چک جمهوريت د سیاسي چارو یوه کتونکي، جیري دراګوس پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د میلوش زمان خبرې څرګندوي چې د چکانو ټولنه په دوو برخو وېشل شوې ده.

جیري دراګوس
جیري دراګوس

​جیري دراګوس​ وویل:

"ښاغلی زمان د هغې ډلې استازی دی چې موږ يې تر کمونېزم وروسته بللای شو، د کوچنیو ښارونو خلک چې عمرونه یې زیات دي، کلیوالي خلک چې په بوهم او موراویا کې اوسېږي چې پخوانی فکر لري او له هغو ستونزو چې نوې نړۍ ورسره مخامخ ده وېره هم لري، لکه مهاجرت او ګلوبلايزېشن یا نړیوال کېدل، ورسره ولاړ دي."

د جیري دراګوس په وینا، زمان متوجه شوی و چې زیات خلک له چین او روسیې سره د هغه د نېږدې کېدو ملاتړ نه‎کوي نو د کمپاین په وروستیو ورځو کې يې خپل دریځ یو څه بدل کړ او په اروپايي اتحادیه او ناټو کې د چک جمهوریت د مؤقف په اړه پر خپلو هڅو یې زیاتې خبرې کولې.

سیاسي کتونکي يژي پیهي ازادي راډیو ته وویل، د میلوش زمان په وړاندې کاندید، جیري دراګوس سیاسي تجربه نه‎درلوده چې غالباً، په ټاکنو کې د هغه د کمزورۍ یو عمده علت و.

میلوش زمان پرون د انتخاباتو تر ګټلو وروسته، د خپل بري په وینا کې ژمنه وکړه چې پر ځان به "زیات غرور نه‎کوي" او د مخالفو او متفاوتو نظرونو د خاوندانو خبرې به اوري.

XS
SM
MD
LG