د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۳۵

چارواکي: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي


د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره ورځ ۱۳وسله والوطالبان وژل شوي او۱۰ نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په نیازو سیمه کې د وسله واالو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بریدونه کړي چې پرمهال یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي.

نوموړي وايي چې د یادو بریدونو پرمهال يې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځ وړي دي.

ښاغلي قیمتي دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دغي ولسوالۍ په سرۍ سیمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې پرمهال یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د دغو ادعاو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د یوه بل خبره له مخې تېره ورځ ناوخته د دغي ولسوالۍ په اخترکلي کې د سرک غاړې یو ماین پر ملي پولیسو چاودنه کړې چې پرمهال يې درې تنه ټپیان شوي دي.

د دغې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ټپیان ۲ پولیس دي او یو بل ملکي کس و.

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت د ټولو ولسواليو لارې له تېرو څه کم شااوخوا دوه کلنو راهیسې وسله والو طالبانو له مرکز ترینکوټ سره د ترافیکو پرمخ تړلې دي.

XS
SM
MD
LG