د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم انتحاري حمله شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې برید د قاري په نوم پر یوه امنیتي پوسته شوی دی.
دی تر دې دمه په پېښه کې د یوه پولیس او د ملي اردو د یوه سرتېري ټپي کیدل تأییدوي خو وايي، د نورو تلفاتو په اړه د ولسوالۍ د مسؤلینو له خوا معلومات نه دي ورسره شریک شوي.
خو د ملي اردو اړوندې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د اردو یو سرتېری وژل شوی دی نور چاته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.