د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۴۰

د سوریې یو عمده اپوزېسیون وايي د سوچي په ناسته کې برخه نه اخلي


د سوریې عمده اپوزېسیون ګوند وایي، د روسیې په ملاتړ به په سوچي کې د سولې په خبرو کې برخه وانخلي.

د ټویټر په هغه پیغام کې چې نن په عربي ژبه د سوریې د ملي ائتلاف له لورې خپور شو پکې راغلي دي چې دوی د سوچي په کنفرانس کې چې روسیې پکې دوی ته بلنه ورکړې ده، ګډون نه کوي.

مسکو غواړي چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په سوچي کې دا غونډه جوړه شي.

په لوېدیځ کې ډېر دا اندېښنه لري چې روسیه به د هغې پرېکړې ملاتړ وکړي چې له هغې سره په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد دریځ پیاوړی کېږي.

XS
SM
MD
LG