د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۷

ولسمشر ټرمپ داووس ښار ته خپل سفر بریالی وباله


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ واشنګټن ته ستون شو.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ده سفر د سویس داووس ښار ته او په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون ډېر بریالی و.

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې کله پرون سپینې ماڼۍ ته داخلېدی، خبریالانو ته یې وویل، په داووس کې ډېرو هیله لرله چې په امریکا کې پانګونه وکړي.

پرون د داووس په نړیواله اقتصادي سرمشریزه کې ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې د ده دا شعار چې لومړی امریکا دا نه دی چې دی غواړي متحد ایالتونه منزوي کړي:

"لومړی امریکا په دې معنا نه ده چې امریکا دې یوازې وي، کله چې امریکا پرمختګ کوي، نړۍ هم پرمختګ ورسره کوي."

له دوه زرم مېلادي کال راپه دې خوا ډونالډ ټرمپ د امریکا لومړی ولسمشر دی چې په داووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG