د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې د تحرکاتو د ډېرېدو په اړه د خیریه ټولنو پر اندېښنو تبصره کړې ده.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د چهارشنبه په ورځ په ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ پر خیریه موسسې د برید مسؤلیت واخیست.
په دغه برید کې چې شااوخوا لس ساعته یې دوام وکړ، شپږ تنه ووژل شول.
ګارډین لیکلي چې د داعش وسله والو وژنو په افغانستان کې خیریه موسسې زیانمنې کړې دي.
په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې بهرني مرستندویه ادارې په دغه هېواد کې د خپل حضور په اړه بیا فکر کوي.
د چهارشنبې د ورځې تر برید وروسته د ماشومانو د ملاتړ یا سېف د چلډرن موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقتي ډول ځنډولي دي.
د هل:
د امریکا چاپ د هِل خپرونې لیکلي چې د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا متحده ایالاتو هڅې د ټولو هغو کسانو د له منځه تلو خطر له ځانه سره لري چې په دې چاره کې ښکېل وي.
په مقاله کې راغلي، د افغانستان د کانونو لویه شتمني د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره د ۲۰۱۸ کال د هیلو په سر کې ځای لري.
لیکوال وایي، په دې کار سره ولسمشر ټرمپ له ماینونو ډکې یوې ساحې کې ګام اخلي.
د لیکوال په باور، په افغانستان کې د فساد او شخړو د خطر له منځه وړلو په برخه کې له جدي اقدام پرته به د نویو قراردادونو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ هڅې ښایې تر ډېره د طالبانو په ګټه تمامي شي نه د متحده ایالاتو.
په افغانستان کې ناامني د دغه هېواد د کانونو د کېندنې پر وړاندې یوه جدي ننګونه پاته شوې ده.
د ځینو راپورونو له مخې د بدخشان د سرو زرو د کان عواید د وسله والو یاغیانو لاس ته ورغلي دي.
فایننشل ټایمز:
فایننشل ټایمز بیا د پولیتزر جایزې ګټونکي سټیف کول د نوي کتاب په اړه مقاله لیکلې ده.
د دغه کتاب عنوان دی : « اس ریاست ، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري په افغانستان او پاکستان کې د امریکا او سي آی اې پټې جګړې.»
د فایننشل ټایمز په لیکلنه خبریال کول په دغه کتاب کې د سي آی اې CIAاو آی ایس آی ISI د ایس ریاست پر مقابلې تحقیق کړی دی.
مقاله زیاتوي، اس ریاست، هغه نوم دی چې امریکا د پاکستان د پوځ په استخباراتي ادارې آی اس آی کې یوې مخفې قطعې ته ورکړی دی چې دغه ریاست د همدې مقالې پر اساس په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو د ملاتړ او تمویل مسؤلیت لري.
په دې مقاله کې راغلي، خبریال کول څرګنده کړې چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ اړیکو د امریکا د پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ په دوره کې وده کړې وه او لوړې ژورې یې درلودې.
اوس مهال هم د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.
واشنګټن ویلي چې پاکستان هغو تروریستانو ته ځای ورکوي چې د امریکا پر ضد جنګېږي، خو اسلام آباد دغه تورونه ردوي او وایي پخپله دغه هېواد هم د ترورېزم قرباني دی.