د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۷

رکس ټېلرسن د اوکراین له ولسمشر پټرو پوروشینکو سره ګوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن نن جمعه د سویس د داوس ښار ته ځي او هلته به د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ د اوکراین له ولسمشر پټرو پوروشینکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوې اعلامیې کې وویل چې د ټېلرسن دا لیدنه به په سیمه ییز وخت د ماسپښین درې نیمې بجې وي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په شمول د نړۍ یو شمېر مشران په داوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې راټول شوي دي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به په دواس کې د دې غونډې تر څنګ د اوکراین له ولسمشر سره په لیدنه سربېره د روانډا، سویس او پولینډ له ولسمشرانو سره هم وګوري.

بل خوا، ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به هم نن جمعه د سیمې په وخت ماسپښین دوه بجې په داوس ښار کې راټولو شویو مشرانو ته وینا وکړي.

تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به په دې وینا کې د امریکا پر اقتصادي پیاوړتیا او کاروبار لپاره پر لیوالتیا ټینګار وکړي.

XS
SM
MD
LG