د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۰

د جنوبي کوریا په یوه روغتون کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي


د جنوبي کوریا د میرینګ ښار په یوه روغتون کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي دي.

د اضطراري ادارې چارواکو ویلي، لسګونه نور په دې اور لګېدنه کې ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، ګومان کېږي چې اور د سيجونګ په نوم د روغتون د پنځه پوړیزې ودانۍ په لومړي منزل کې چې د روغتون عاجله خونه پکې ده، لګېدلی دی.

د روغتون د دوو نرسانو له خولې ویل شوي چې اور په ناڅاپي توګه د روغتون په عاجله خونه کې ولګېد.

چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي او وېره یې څرګنده کړې چې ښايي د مړو شمېر زیات شي.

پولیسو ویلي، د اور لګېدنې پر مهال په روغتون کې د دوو سوو په شااوخوا کې کسان وو.

XS
SM
MD
LG