د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۷

ولسمشر ټرمپ د "لومړی امریکا!" اجنډا سره د داووس غونډې ته روان شوی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سویس ته روان شوی څو هلته د داووس په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

ډونالډ ټرمپ له هغې اجنډا سره چې وايي، لومړی امریکا! د داووس غونډې ته روان شوی او هڅه به وکړي چې د امریکا او متحدانو ترمنځ د امریکا په ګټه تجارتي اړیکې ټینګ کړي.

ډونالډ ټرمپ له واشنګټن څخه د سویس د داووس پر لور روان شو

ټرمپ به د دې دوه ورځنۍ سرمشرېزې په حاشیه کې د بریتانیا او اسرائیل له صدراعظمانو ټرزا مې او بینامین نتانیاهو او ځینو نورو مشرانو سره هم لیده کاته وکړي، سبا د جمعې په ورځ به د نړۍ د سوداګرۍ او سیاست مشرانو ته وینا وکړي او د ورځې په پای کې به بېرته د واشنګټن پر لور وخوځېږي.

ټرمپ له بېل کلېنټن نه وروسته د امریکا دوهم ولسمشر دی چې له ۲۰۰۰م کال وروسته د داووس په غونډه کې ګډون کوي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ټرمپ به له دې سفره د امریکا د سوداګرۍ د پرمختګ په مقصد کار واخلي او هلته به یو ځل بیا د امریکا او نړیوالې اقتصادې ودې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، د ولسمشر ټرمپ پیغام به دا وي چې متحد ایالات له خپلو متحدانو سره نژدې اړیکې غواړي، خو په پام کې لري چې له هغو سره په معاملو کې د تجارتي کسر مخه ونیسي.

ښاغلی ټرمپ به په داووس ښار کې له هغو مشرانو سره یو ځای کېني چې د نړیوال کېدو یا ګلوبلېزم پلویان دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین پر مهال ده پر هغو خورا زیات انتقادونه کول.

داووس ته د ښاغلي ټرمپ د روانېدو په درشل کې متحدایالاتو د یو اړخېز اقدام په ترڅ کې د سولر برښنا د پلېټونو پر وارداتو په سلو کې دېرش زیاتوالی اعلان کړ.

دا د ملي تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ټرمپ د ادارې د اقداماتو یوه بېلګه ده.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین هم پرون چهارشنبه په داووس کې وویل چې دی د ډالرو د ارزښت د کمېدو ملاتړ کوي.

د ملي تولیداتو د ملاتړ لپاره د متحد ایالاتو د حکومت تجارتي پالیسیو هسې هم په نورو هېوادونو کې اندېښنې پارولي، خو د منوچین څرګندونو دا اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

پرون د سویس په زوریخ کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ او د ټرمپ دې نه راځي په څېر شعارونه یې له ځان سره لېږدول.

XS
SM
MD
LG