د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۰

ډونالډ ټرمپ له واشنګټن څخه د سویس د داووس پر لور روان شو


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واشنګټن څخه د سویس د داووس پر لور چې ټاکل شوې نن په‎کې نړیواله اقتصادي غونډه پیل شي، روان شو.

سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ به له دې سفره د امریکا د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي او هم به یو ځل بیا د امریکا او د نړیوالې اقتصادې ودې په اړه په خپلو ژمنو تاکید وکړي.

ټاکل شوې چې ټرمپ نن د دې غونډې ترڅنګ د بریتانیا د صدراعظمي ترزا مې او د اسرائیل د صدراعظم بینامین نتانیاهو په ګډون له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

ټرمپ به سبا ته دې غونډې ته وینا وکړي او د ورځې ناوخته به بېرته د واشنګټن پر لور وخوځېږي.

پرون په زوریخ کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې چې ټرمپ دې نه راځي، په څېر شعارونه یې لېږدول، ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG