د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۲

په جلال‎اباد کې وسله‎وال بريد لس ساعته دوام وکړ


د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» سهار په جلال‎اباد ښار کې د سېف دې چلډرن یا د ماشومانو د خونديتوب په اداره وسله‎وال بريد وشو چې تر لسو ساعتونو وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې بريدګر له‎منځه یوسي او په یاد دفتر کې ۴۶ تنه نارينه او ښځینه کارکوونکي له دفتره روغ رمټ راوباسي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه بريد کې د پينځو تنو برید ګرو نه علاوه د یاد دفتر درې تنه کارکوونکي یو امنیتي سرتیری او یو تن ملکي وګړی هم وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» سهار نهه بجې د جلال‎اباد ښار درېیمې ناجیې اړوند چکنوريو سيمه کې د ماشومانو د خونديتوب په اداره وسله‎وال بريد پيل شو چې د ماښام تر اوه بجو پورې وغخېده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګياڼی وايي چې لومړی يوه ځانوژونکي بريدګر د دفتر مخ کې موټر بم چاودنه وکړه او څلور تنه نور يې د ماشومانو د خونديتوب ادارې انګړ ته ننوتل او ډزې يې پيل کړې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"په جلال‎اباد کې د ماشومانو د ساتنې په ادارې د تروریېستي بريد په ترڅ کې ۵ بریدګر ووژل شول. لومړی بريد د موټر بم په واسطه ځانته چاودنه ورکړې، څلور نور يې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول، پینځه تنه چې درې يې د یادې ادارې کارکوونکي، یو امنیتي سرتېری او یو تن ملکي وګړی و، دا هم په بريد کې وژل شوي او د درېیو امنیتي سرتېرو په ګډون په کې ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي."

د پېښې په ځای کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې عملیاتو ځکه زیات وخت ونیوه چې امنیتي ځواکونه په دفتر کې ایسار کارکوونکي سلامت وژغوري.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

نوموړی وايي

"موږ ته د ملکي وګړو یا د دغې مؤسسې د کارکوونکو ژغورنه ډېره مهمه وه. هغوی د ورځې په اوږدو کې يو څه په تکلیف شول، ټول وژغورل شول او خپلو کورنيو ته وسپارل شول. زه د دغې کامیابۍ مبارکي د دوی کورنيو او خپلو امنیتي ځواکونو ته وایم."

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یو تن کارکوونکی چې د دفتر په تهکاو کې بند پاتې و، له راوتو وروسته د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې وویل:

"سهار اته بجې وې، موږ چې کله دفتر ته راننوتو، ناڅاپه يو درز شو، لاسي بمونه ورسره وو، بمونه يې غورځول، پاس چت ته وختل، موږ دننه په خوندي کوټه کې وو، تقرییاً ۴۰- ۵۰ تنه وو."

د ذکر وړ ده چې د ماشومانو د خوندیتوب ادارې د يوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول.

د برید مسؤلیت داعش وسله‎والو منلی دی.

راپور: بازمحمد عابد

XS
SM
MD
LG