د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۶

په کونړ کې د پولیسو نه د ملاتړ په نوم کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې


په کونړ کې د پولیسو په ملاتړ او د ۱۱۹ شمېرې د پېژندګلوۍ په نوم د کرکټ پنځه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

پای لوبې ته د سرکاڼو او راسا لوبډلې ووتلې چې د راسا لوبډلې سیالي وګټله.

په کونړ کې د کرکټ بورډ مسؤل صبغت الله حمید د لوبو د پای په مراسمو کې ازادي راډیو ته وویل:

"دغه لوبې چې د پیرامونټ موسسې لخوا جوړې شوې وې، د لسو لوبډلو ترمنځ وې، په دې کې یوه د سرکاڼو او نورې د مرکز اسعداباد لوبډلې وې، په اخیرې ورځ د سرکاڼو او د راسا لوبډلې ترمنځ پای لوبه وه چې راسا ترې په ۱۱۲ لوبو په توپیر د درېیو لوبغاړ په سوځېدو وګټله."

دغه لوبې د کرکټ د لسو ټیمو ترمنځ په لار اچول شوي وې چې د راسا ټیم په ګټه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG