د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۵

د لیبیا په بن‎غازي ښار کې غبرګو موټر بم چاودنو ۲۷ کسان وژلي


د لیبیا په بن‎غازي ښار کې پرون سې شنبه د یوه جومات مخته په دوو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول.

سیمه‎ییزو روغتیايي چارواکو ویلي دي چې په‎دې چاودنو کې ۴۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

عیني شاهدانو وویل، لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه کله چې خلک له جوماته وتل او دوهمه نیم ساعت وروسته هغه وخت وشوه چې ژغورونکي او عام خلک د پېښې په ځای کې راغونډ شول.

تر اوسه چا د لیبیا د پرونیو چاودنو مسؤلیت نه‎دی منلی.

XS
SM
MD
LG