د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۴۵

څېړنه: په افغانستان کې د بدیل معیشت پروګرامونه تل‌پاتې او ګټور نه‌وو


د افغانستان د «واحد تحقیق او ارزونې بنسټ» وايي چې د طبي زېرمو د مدیریت په هدف‌يې په درېیو برخو کې یعنې په کرنه د کوکنارو د کښت منفي تأثیرات، په ځمکو لانجې او تر ځمکې لاندې د اوبو پر وضعیت څېړنه کړې ده.

د دې بنسټ رئیس اورځلا نعمت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» د یادې څېړنې د خپراوي پر مهال رسنیو ته وویل، د بدیل معیشت پروګرام دوامداره او ګټور نه‎وو.

دی وايي:

"د بدیل معیشت د پروګرام په اړه زموږ موندنې دا دي چې دا پروګرام تل‌پاتې او دوامداره نه‎وو، بازار ته د بزګرو د لاسرسي مسئله په پام کې نه‎وه نیول شوې، د پروګرام د پلي کېدو جریان ګټور وو، خو له پای ته رسېدو سره سم د کوکنارو د کښت په سیمو کې څو چنده کوکنار زیات کرل شوي وو."

اغلې اورځلا نعمت وايي چې دا موندنې لومړني دي او یاده څېړنه ۳۶ میاشتې وخت نیسي چې تر اوسه‌یې ۱۳ میاشتې تېرې شوې دي.

د «افغانستان د واحد تحقیقاتي او د ارزونې» مرکز د چارواکو په وینا دا څېړنه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د بدیل معیشت څو بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

خو افغانستان لاهم د ګوتو په شمار په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق په‎کې ډېر دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او سفیر په‎دې ناسته کې وویل چې د افغانستان جګړه د مخدره موادو او قاچاق په وسیله تمویلېږي.

پیري مایدون وویل، د کوکنارو له کښته د مخنیوي مېکانیزم، د اوبو مدیریت او د کوچیانو او ځايي خلکو ترمنخ اړیکې د سولې له اجنډا سره مرسته کوي.

له بلې‎خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني د دې څېړنې په یو شمېر برخو انتقادونه وکړل.

ده د یوه ځانګړي قوم په توګه د کوچیانو نومول، د مغرضانه کلمو یادول، د کشالې د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې او ګونګ اهداف د دې څېړنې د مهمو نیمګړتیاوو په توګه یاد کړل.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی

ښاغلي دُراني د بدیل معیشت پروګرامونو په اړه داسې وویل:

"هغه پروژې چې د مخدره موادو پر ضد تطبیق شوي، ښې لاسته راوړنې لري، نړیوالو دوستانو په میلیونونو ډالر مصرف کړل، خو کله چې بهرنیانو دغه سیمې پرېښودې یا د حکومت حاکمیت په‌کې ستونزمن شو، ټولې لاسته راوړنې له ننګونو سره مخ شوې."

په ورته وخت کې د څېړونکو له ډلې عزیز بختیاري وايي، ډېری څېړنې چې کېږي مسلکي او جامع نه‎دي.

د ده په خبره ډېری هغه کسان چې په بېلابېلو برخو کې څېړنې کوي مسلکي نه‎دي او په پروژه‎يي شکل کار کوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG