د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۰۲

تمیم: د سوداګرو ناسالمه سیالي د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوی


د افغانستان د نفتو او ګازو تصدي وايي، د افغان سوداګرو ناسالمه سیالي د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې د تېلو بیې په یو حالت پاتې نه‎شي.

د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم په دې اړه نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته دغه‌شان وویل، د ژمي په موسم کې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو لوړوالی او هم د ډالرو د بیې لوړېدل هغه موارد دي چې له امله‌یې د نفتي توکو بیې نه‎شي کنټرولېدای.

ښاغلی تمیم وايي، سږ کال د تېر په پرتله د نفتي موادو په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی نه‌دی راغلی.

د افغانستان د مالیې وزارت د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۰مه نېټه وویل، د تېلو د وارداتو په ګمرکي تعرفو کې کموالی راغلی او بيې به راټيټې شي، خو اوس چې له دغې پرېکړې څه باندې یوه میاشت کېږي لا هم نرخونه لوړ دي.

XS
SM
MD
LG