د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۵۰

په پکتیکا کې ۳۰۰ تنو حرفوي زده‌کړې وکړې


په پکتیکا کې ۱۰۰ ښځې او دوه ۲۰۰ نارینه له شپږ میاشتني حرفوي کورس نه فارغ او د کار وسایل او د فارغېدو سندونه‌یې تر لاسه کړل.

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو.

د ده په وینا چې دغو ۳۰۰ کسانو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، برښنا، د موټرسایکلونو د ترمیم او د ټيلیفون جوړونې په برخو کې زده‌کړې کړې دي.

د پکتیکا چارواکي وايي چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي چې په ازاد بازار کې ورته اړتیا ډېره ده او دوی لاس په لاس د ځانونو لپاره شخصي کارونه پیلولای شي.

XS
SM
MD
LG