د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې د سوریې په شمال کې به د کُرد ملېشو تر واک لاندې سیمو کې د خپلو عملیاتو څخه په شا نهشي.
ولسمشر اردوغان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د ترکیې پوځ په عفرین سیمه کې هغو عملیاتو ته زور ورکړی چې هدفیې لهدغې سیمې څخه د خلکو د ساتنې د ځواک «y.p.g» چې امریکا یې ملاتړ کوي، ایستل دي.
ترکیه دغه ځواکونه تورنوي چې د کُردستان د کارګرانو له منع کړای شوي ګوند «پي. کې. کې» سره اړیکې لري، هغه ګوند چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې وسلهواله مبارزه مخ ته وړي.
ترکیه، متحده ایالات او اروپایي ټولنه «پي. کې. کې» یوه ترورېستي ډله بولي.
د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې دا اقدام به سیمه لا ډېره بېثباته کړي.
اردوغان په انقره کې د وینا پر مهال ویلي چې پر خپله ژمنه ولاړ دی، عفرین به تصفیه کوي او یو ګام به هم شاته نهځي.
د ترکیې ولسمشر وایي، پهدې اړهیې له روسیې سره خبرې او موافقه کړې ده.
تر دې وړاندې د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف ویلي و چې مسکو په محتاطانه ډول په عفرین کې عملیات څاري او د ترکیې او سوریې دواړو له حکومتونو سره په تماس کې دی.