د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۸

مالیې وزارت: « AIIB» غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي


د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د «AIIB» یا د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک مسؤلین غواړي په افغانستان کې د بنسټېزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د دغه بانک مسؤلینو په افغانستان کې دغه فرصتونه له نږدې څارلي او غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګه واچوي.

ښاغلی رحیمزی وايي، دغه بانک غواړي په لومړي سر کې په افغانستان کې د رېل پټلۍ د پراختیا او لمریزې برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG