د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۴

د امریکا سنا د بودجې د تصویب په اړه رأی ورکول ځنډولي


د امریکا سنا د دې هېواد د فدرالي حکومت د لګښتونو لپاره د مؤقتي بودجې د تصویب په اړه رأی ورکول په سیمه‎ییز وخت تر نن غرمې پورې چې د افغانستان پر وخت ماخوستن نهه نیمې بجې کېږي ځنډولي دي.

د امریکا ګڼې فډرالي ادارې د شنبې په ورځ وروسته له هغې پرچاو شوې چې د دې هېواد کانګرس او سپینه ‎ماڼۍ په وروستي فرصت کې د بودجې پر طرحې یوې سلا ته په رسېدو کې پاتې راغلل.

ټاکل شوې وه چې په دې اړه نن سهار په سنا کې رأی ورکول شي، خو وروسته له هغې چې د امریکا د کانګرس ډموکرات او جمهوري غوښتونکي غړو یو توافق ته د رسېدو لپاره د پام وړ پرمختګ ونه‎کړ، نو په اړه‌یې رأی ورکول وځنډېدل.

د امریکا د سنا ډموکراتو غړو د تېرې جمعې په شپه د حکومت د چارو د فعالیت لپاره د مؤقتي بودجې پر تصویب د رأی ورکولو مخه د هغو هڅو له کبله ونیوله چې غواړي، له امریکا څخه د هغو ۷۰۰ زرو کډوالو د ایستلو د مخنیوي په اړه چې ماشومتوب کې امریکا ته غیر قانوني راغلي د یو جوړجاړي د رامنځته کېدو لپاره فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG