د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۴

اسپانیا: د کاتالونیا د تښتېدلي مشر د نیولو امر به بیا صادر کړم


اسپانیا وایي، بیا به د کاتالونیا د تښتېدلي مشر د نیولو امر صادر کړي، که هغه له پلان سره سم له بلجیم څخه ډنمارک ته ولاړ شي.

ټاکل شوې چې د کاتالونیا د سیمه‎ییزې ادارې پخوانی مشر کارلس پوجدمون نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د کوپنهاګن په پوهنتون کې په یوه بحث کې ګډون وکړي.

دا به له هغه مهال راهیسې چې پوجدمون بلجیم ته تښتېدلی د هغه لومړنی سفر وي.

نوموړی بلجیم ته د دې لپاره تښتېدلی چې د هغه د حکومت له‎خوا په اکټوبر میاشت کې له اسپانیا د دې سیمې د ناکامه جلا کېدو په هڅه کې د خپل رول په خاطر په اسپانیا کې له محاکمې ځان وژغوري.

د اسپانیا دولتي څارنوال د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» وویل چې که پوجدمون ډنمارک ته ولاړ شي سمدستي به د اسپانیا ستره محکمه په اروپا کې د هغه د نیولو حکم صادر کړي چې د ډنمارک چارواکي هغه ونیسي.

XS
SM
MD
LG