د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۴

غور کې د عدالت په نوم د یوې سیمه‎ییزې راډیو دفتر وسوځول شو


په غور ولایت کې د عدالت په نوم د یوې سیمه‎ییزې راډیو دفتر وسوځول شو.

د عبدالسلام صمیم په نوم د دې راډیو مسؤل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې درې حمله کوونکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» پر دفتر حمله وکړه، هغه ته‌یې د پټرولو په ذریعه اور واچاوه چې سټډیو او د نشراتو نور ټول وسایل‌یې په‎کې وسوځېدل.

د هغه په وینا څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسېدلی دی.

د راپور له مخې له دې یوه میاشت مخکې نامعلومو کسانو د راډیو سرحد په نوم د یوې بلې رسنۍ دفتر هم سوځولی و چې تر اوسه‌یې خپرونې بندې دي.

XS
SM
MD
LG