د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۵

پيرخېل: په کابل کې د خپلسرو وسله‎والو مخه نيول کېږي


د کابل ولايت چارواکي وايي، په دغه ښار او ولسواليو کې يې د خپلسرو وسله‎والو د مخنيوي کمپاين پيلوي.

د کابل د والي وياند وايي، د غيرمسؤله وسله‎والو په مخنيوي سره غواړي په دغه ولايت کې امن لا خوندي کړي.

کابل ګارنيزيون د تورو ښيښو لرونکو، بې نمبر پلېټه او ناراجسټره وسلو د مخنيوي کمپاين تېره مياشت پيل کړ چې چارواکي وايي، له دې سره په کابل کې د جرمونو سطحه ډېره ټيټه شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د کابل د والي له وياند نبي اله پيرخېل څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې پرون شنبه د دغه کمپاين چمتووالي لپاره په شوي غونډې کې څه پرېکړې وشوې؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG