د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۲۵

چارواکي: د هلمند په باغران کې د عملیاتو پرمهال ۴۷ وسله وال وژل شوي


د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي د دغه ولایت په ګاونډي هلمند په باغران ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا ځانګړي عملیات ترسره کړي دي .

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دوو شپو راهیسې د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د افغان اوبهرنیو ځواکونو په ځانګړو شپني عملیات ترسره کړي چې پرمهال يې ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۲۰۰ نور يې نیول شوي دي.

نوموړی وايي چې نیول شوي وسله وال طالبان کندهار ته وړل شوي دي.

رحمت شاه قیمتي
رحمت شاه قیمتي

ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وویل:

"زموږ افغان ځانګړو ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په تېرو دوو شپو کي د هلمند په باغران ولسوالۍ کې خاص عملیات ترسره کړل چې د طالبانو مهم مرکزونه مو په نښه کړل او ۲۰۰ وسله وال مو ژوندي نیولي دي او ۴۷ مو وژلي، دغه عملیات له ارزګان څخه رهبري کېږي او اوس هم دوام لري. "

ښاغلي قیمتي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چي په دغو عملیاتو کې یې د نشه يي توکو او وسلو ۲۰ زېرمې هم له منځه وړي دي.

نوموړي وویل:

"موږ په دغو عملیاتو کې د وسلو او نشه يي توکو زېرمې هم تخریب کړي چې وسله والو طالبانو به له دغو کارخانو زیاتې پیسې لاسته راوړلې. "

ښاغلی قیمتي د دغو وسلو او نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر پر داسې مهال ورکوي چې له دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو ویلي وو چې د ځانګړو عملیاتو پرمهال يې په هلمند کې د مخدره توکو ګڼ شمېر کارخانې له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند باغران ولسوالي چې د ارزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده چې افغان ځواکونو يې د نیولو هوډ هم نه دی کړی.

له دې سره د ارزګان ولایت سیمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شاتبولي دي.

د امنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونیار عبدالقوي عمري ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو په شیشپر او یوشمېر نورو سیمو پر ځينو امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې پرمهال ۵ طالبان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

​د نوموړي په وینا چي یادو نښتو کې دوه تنه پولیس هم سرسري ټپیان شوي دي.

ښاغلي عمري زیاته کړه:

"په خاص ارزګان ولسوالۍ کې طالبانو پرځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پولیسو له لوری په شا وتبمول شول او ۵ تنه طالبان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شول، اوس وضعيت سم دی. "

وسله والو طالبانو بیا په خپله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې په تېرو دوو ورځو کې په جلا جلا پېښو کې ولایتي شورا ته د پخواني کاندید عبدالطیف په ګډون ۱۱ تنه پولیس وژلي دي.

هلمند او ارزګان یو د افغانستان د ناامنه ولایتونو څخه دي چې د مسؤلینو په خبره، زیات شمېر سیمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې او زیاتره وخت د درنو جګړو شاهدان وي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG