د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۴

قزاقستان د ۵۲ ازبکستانیانو پر مړینې خواشیني ښودلې


د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف، د ازبکستان ولسمشر ته په یو پیغام کې د هغو ۵۲ ازبکانو پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې چې د یو بس موټر د اور اخیستو په پېښه کې مړه شول.

په عین حال کې دواړو هېوادونو د دې پېښې په اړه چې په قزاقستان کې رامنځته شوې تحقیقات پیل کړي دي.

د ازبکستان د وګړو د سپرلۍ په دې بس کې هغه مهال سخت اور ولګېده چې د قزاقستان په شمال لوېدیځ کې د اقتوب په سیمه کې روان و.

د چارواکو په وینا په بس کې د ازبکستان کارګران سپاره وو چې روسیې ته روان وو.

له پېښې یوازې پنځه تنه ژوندي پاتې دي او په تېرو پنځو کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو مرګونې دا ډول پېښه ګڼل شوې.

د قزاقستان د پانګوونې او پراختیا وزارت په یو بیان کې ویلي، دا د جرمني ساخت سیترا( Setra) زوړ بس و چې د سپرلیو د انتقال اجازه یې نه درلوده.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس خبر ورکړی چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزاییف د دې هېواد د صدراعظم په مشرۍ یو حکومتي کمېسیون ټاکلې څو د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.

همدارنګه راپورونه وايي چې قزاقستان هم د دې پېښې په اړه ځانګړي جنايي څیړنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG