د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د اوکراین پارلمان د دې هېواد پر ختیځو سیمو د ولکې پراخېدو لایحه تصویب کړه


د اوکراین پارلمان
د اوکراین پارلمان

د اوکراین پارلمان پرون هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د دې هېواد د ختیځ پر سیمو د کییف ولکه پراخېږي.

لایحې د دونباسDonbass په نوم د اوکراین د ختیځو ولایتونو لوهانسک او دونېڅک هغه سیمې چې د بېلتونپالو په ولکه کې دي په موقتي ډول اشغال شوي بللي او روسیه یې یرغلګر هېواد بللی.

د دونباس سیمې نقشه
د دونباس سیمې نقشه

کرېمیا ټاپووزمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه هم پخوا د دونباس یوه برخه ګڼل کېده.

کییف هیله لري چې دا لایحه به د هېواد په ختیځ کې د دولتي واکمنۍ له پراخېدو سره مرسته وکړي.

د اوکراین ۴۵۰ کسیز پارلمان دا لایحه چې په دې هېواد کې د لانجو او مظاهرو باعث شوه پرون په ۲۹۰ مثبتو رایو تصویب کړه.

ولسمشر پترو پروشینکو چې د دې قانون له پلویانو څخه و، د دې لایحې له تصویب وروسته په لېوېف Lviv ښار کې د وینا پرمهال د اوکراین د پارلمان د یووالي ستاینه وکړه:

د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو.
د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو.

"د دونباس Donbasد آزادولو لپاره زما د ستراتیژۍ ملاتړ وشو او زه له دې کبله د ټولو وکیلانو منندوی یم، دا له دې کبله هم ماته ډېره مهمه ده چې ښيي زموږ پارلمان دا وړتیا لري چې کولای شي د اړتیا په وخت کې یوه خوله وي."

پروشینکو پر ټولنیزو شبکو په پیغامونو کې هم خوښي څرګنده کړه او پر ټویټر یې ولیکل چې حکومت به له سیاسي او ډيپلوماتیکو لارو د اوکراین له قلمرو سره د اشغال شويو سیمو د بیا یوځای کېدو هڅو ته دوام ورکړي.

خو مسکو د دې لایحې تصویب د جګړې له چمتووالي سره انډول بللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دې پرېکړې ته د نوې جګړې لپاره له تیارۍ پرته بل هېڅ نوم نشي ورکول کېدای او خبرداری یې ورکړی چې دا لایحه به په اوکراین کې کړکېچ لا پراخ کړي او ښايي د نړۍ د سولې او امنیت لپاره داسې عواقب ولري چې اټکل یې نشي کېدای.

XS
SM
MD
LG