د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د پرورشګاه د فوټبال ساحلي لوبډلې نوي افغان کلب ته ماتې ورکړه


په کابل کې د پیل شویو ژمنیو ساحلي فوټبال سیالیو په لړ کې د پرورشګاه لوبډلې نوي افغان کلب ته اته د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې د الف او ب لیګونو څخه اتو غوره لوبډلو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او په لومړي سیالۍ کې کابل کلب د ۲۱مې پېړۍ په نوم لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د فوټبال فدراسیون وايي، دا سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG