د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

میاخېل: تمه ده پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تمه لري چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلې کړي پرېکړې له سره غور وکړي.

په داسې حال کې چې ویل کېږي نن پنجشنبه به پاکستان په نوموړي هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو او یا ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له هغه هېواده غواړي چې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه تر یو بل کاله پورې هم وغځوي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۸» ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت ژمن دی چې په داوطلبانه او تدریجي ډول خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنولو زمینه برابره کړي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"له پاکستانه زموږ تمه داده، هغه پرېکړه یې چې کړې چې افغان کډوالو ته دې یوه میاشت وخت ورکړل شي، له سره پر غور وکړي او حکومت هم ژمن دی چې په داوطلبانه، با عزت او تدریجي ډول یې د راستنولو لارې چارې برابرې کړې."

ټاکل شوې چې نن پنجشنبې د ورځې تر پایه په پاکستان کې د یو میلیون او څلور لکه راجسټر شویو او شااو خوا اووه لکه نورو افغانانو د اوسېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د تېر میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته ورسېده چې اسناد یې بیا د یوې میاشتې په مخ تمدید شول.

خو له هغې وروسته د پاکستان کابینې د روانې میلادي میاشتې په پنځمه پرېکړه وکړه چې افغان کډوال باید د روان مېلادي کال د جنوري تر وروستۍ نېټې پورې خپل هېوادته ستانه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو چارو کمېسیون په پاکستان کې له افغان کډوالو غواړي چې په باعزت ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

د دغه کمېسیون غړې هیلۍ ارشاد ازادي راډيو ته وویل، پاکستان نه غواړي چې ټول افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي:

په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

"پاکستان په اصل کې نه غواړي چې ټول افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه شي، بلکې له دې لارې پر افغان حکومت د فشار د الې په توګه کار اخلي، زما غوښتنه دا ده هغه افغانان چې په پاکستان او ایران کې ذلیل ژوند لري، راستانه دي شي، په افغانستان کې دې د عزت ژوند وکړي."

اغلې ارشاد وايي، د کډوالو چارو وزیر د دغه کمېسیون په غونډه کې ویلي چې له پاکستانه د کډوالو د احتمالي ایستلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان تر هغه مهاله بشپړ نه دی تر کومه چې کډوال یې خپل کور ته نه وي راستانه شوي.

په اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس ازادي راډیو ته ویلي، پکار ده چې افغان کډوال په تدریجي ډول د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرسته افغانستان ته ستانه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG