د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

کابل کې د امریکا سفارت، د سولې په برخه کې د روسيې له رغوونکو هڅو هرکلی وکړ


په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي، دوی د سولې په برخه کې د روسیې د مثبتو هڅو هرکلی کوي.

خو جان باس چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې باید هر نوښت او هڅه د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس

نوموړی وایي:

"موږ هر یو هېواد هڅوو چې دلته په افغانستان کې یو مثبت رول ادا او د سولې هغه پروسه چې د افغانانو له خوا جوړه شوې او مشري یې کېږي ملاتړ وکړي، د روسيې په اړه باید ووایم چې د دوی رغوونکی رول ستایو او د مسکو د دغو مثبتو سیګنالونو هرکلی کوو."

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې له دې یوه ورځ مخکې روسيې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ ژر تر ژره د سولې د خبرو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هیواد یې چمتو دی چې د دغو خبرو کوربه توب وکړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي ، مونږ سپارښتنه کوو چې دا خبرې ژر تر ژره پیل او کورنۍ جګړه کمه شي.

افغان چارواکي بیا په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه بولي وايي، دا جګړه له بهره په افغانانو تحمیل شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د روسيې رول ته په اشارې د دغه اعلان هرکلی کړی دی.

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړي او د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه مطلب د بیان تر څنګ وویل، په دې اړه باید شرایط داسې مساعد شي چې حساسیت پارونکي نه‎وي.

د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"باید ووایم چې شرایط باید داسې مساعد کړي چې حساسیت پارونکي نه‎وي، هغه سیالۍ چې د روسيې او امریکا ترمنځ دي، تر ټولې کمې درجې ته ورسېږي، نه دا چې زیاتې شي چې بیا موږ ته زیان ونه‎رسوي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې یوه ورځ مخکې روسيې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ ژر تر ژره د سولې د خبرو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د دغو خبرو کوربه‎توب وکړي.

د سولې په برخه کې دې روسيه داسې شرایط مساعد کړي چې حساسیت پارونکي نه‎وي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، موږ سپارښتنه کوو چې دا خبرې ژر تر ژره پیل او کورنۍ جګړه کمه شي.

افغان چارواکي بیا په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه بولي او وايي چې دا جګړه له بهره په افغانانو تحمیل شوې ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې چې د جرمني د «ډي.پي.اې» خبري اژانس د راپور له مخې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام‎اباد ته نېږدې د مري ښار ته رسیدلی دی.

دغې خبري اژانس خبر ورکړی چې د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو دا پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه غږېږي.

د ځينو ادعاوو له مخې روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي او په دغه هېواد کې له طالبانو ملاتړ کوي.

نوموړی هېواد له دې وړاندې هم د درېیو نورو داسې غونډو کوربه پاتې شوی چې په کې له وسله‎والو طالبانو غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د دې لړۍ وروستۍ غونډه د روان لمریز کال د حمل د میاشتې په ۲۵ مه نېټه په مسکو کې جوړه شوه چې په‎کې د افغانستان، پاکستان، چین، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان استازو برخه اخېستي وه.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ازادي راډيو ته وویل، دې ته په پام چې روسیه له طالبانو سره اړیکې لري دا هېواد کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

دی وايي:

"پاکستان، روسیه او ایران له طالبانو سره په همغږۍ کار کوي، یوازې د دې همغږۍ طریقه فرق کوي، که روسیه رښتیني هڅې وکړي، حتماً ګټوره واقع کېږي، تاسې پوهېږئ چې په مسکو کې درې غونډې شوي، موږ هیله من یو چې انشاالله ګټورې واقع شي، خدای دې وکړې چې د طالبانو په ګټه نه بلکې د خبرو اترو په ګټه تمامې شي او موږ مذاکرو ته خوشبینه یو."

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار په وینا، که څه هم د سولې د خبرو لپاره د افغانستان لومړیتوب د هېواد دننه مذاکرو ته دی، خو په باور یې که روسیه په دې برخه کې جدي وي، کیدای شي د وخت او ځای په اړه یې غور وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG