د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۸

د ننګرهار پولیسو وايي یو انتحاري یې مخکې له هدفه وژلې دی


د ننګرهار پولیس وايي، یو انتحاري مخکې تر دې چې هدف ته ځان ورسوي، ووژل شو.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» وویل، تېر ماښام د جلال‎اباد ښار د فامیلیو په سیمه کې یوه انتحاري چې چاودېدونکي مواد یې په ځان پورې تړلي و، مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، د پولیسو له لوري وپېژندل شو او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان والوزاوه.

د پولیسو په وینا په دې پېښه کې د انتحاري ترڅنګ یو لاروی هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG