د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

دفاع وزارت: هڅه کوو په ژمنیو عملیاتو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ونیسو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ژمنیو پوځي عملیاتو پر مهال د طالبانو او داعش په ګډون سلګونه وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وايي، هڅه کوي د ژمنیو ګډو پوځي عملیاتو په اوږدو کې هغه ولسوالۍ له ترهګرو او وسله‌والو مخالفینو پاکې کړي، کوم چې اوس‌مهال‌یې په ولکه کې دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې د «خالد» په نوم دا ژمني عملیات د روان لمریز کال د جدي پر لومړۍ نېټه پیل شوي چې په ترڅ کې يې تر دې دمه د طالبانو او داعش جنګیالیو په ګډون سلګونه وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې عملیاتو کې ډېرې لاسته راوړنې لرو، د طالبانو سلګونه غړي، وسلې، مهمات او مرکزونه له‌منځه وړل شوي دي او موږ د دوی په وړاندې خپل ظرفیتونه استعمال کړي دي، موږ ډاډه یو چې د همدې عملیاتو په ترڅ کې به خپلو خلکو ته خوندي ژوند برابر کړو."

که څه هم ښاغلی رادمنش د سږنیو ژمنیو عملیاتو په ترڅ کې د حکومت وسله‌والو مخالفینو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د دقیقې شمېرې په اړه څه نه‌وايي، خو په خبره‌یې په اوسط ډول هره ورځ د طالبانو او داعش په ګډون شااوخوا ۵۰ وسله‌وال مخالفین له‌منځه وړل کېږي.

ښاغلی رادمنش وايي، دا عملیات اوس‌مهال هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې روان دي او د روان لمریز کال تر پایه به دوام وکړي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

فراه، فاریاب، ارزګان، غزني، کندهار، ننګرهار او کندز هغه ولایتونه دي چې د ښاغلي رادمنش په خبره د مخالفینو لوړ ګواښ په‌کې موجود دی.

نوموړی وايي، د روانو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر یې کم دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلی، خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دفاع وزارت دا ادعا د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ګڼي.

مجاهد ادعا کوي چې اوس‌مهال د افغانستان لسګونه ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو سره دي، هغه ادعا چې دفاع وزارت‌يې ردوي.

افغان طالبان
افغان طالبان

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، حکومت لکه څنګه چې لازمه وه له دغو عملیاتو نتیجه نه‌ده تر لاسه کړې.

له ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"هغسې چې لازمه ده حکومت اقدامات نه‌کوي، په اطرافو کې چې له کومو خلکو سره موږ په تماس کې يو خلک په ستونزو کې دي، کوم عملیات چې حکومت پلانوي هغه ګټور نه‌دي باید په ټول افغانستان کې قوي عملیات پیل شي او هغه ترهګر چې په هېڅ ډول د حکومت او افغانانو سره سوله نه‌کوي باید وځپل شي."

ښاغلی مجاهد وايي، حکومت باید د سولې د هڅو تر څنګ د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې خپل عملیات هم، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې په جدي او قوي ډول تر سره کړي.

د یادونې ده چې افغان حکومت په تېرو کلونو کې هم د ژمي په موسم کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف په بېلابېلو نومونو عملیات اعلان کړي، خو د نه‌مؤثریت له امله بیا د خلکو او کارپوهانو له انتقادونو سره مخ شوي دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG