د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۳

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنعتي پارکونو د پالېسۍ چارې بشپړې کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د صنعتي پارکونو د پالېسۍ چارې یې بشپړې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې یاده پالېسي راتلونکې اوونۍ اقتصادي عالي شورا ته د تأیید لپاره استول کېږي.

دی وايي:

"دغه پالېسي کولای شي په اساسي توګه صنعت‌کارانو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي."

د ښاغلي قوقندي په خبره د صنعتي پارکونو په پالېسۍ کې دوی د صنعت‌کارانو نظرونو ته هم ځای ورکړی دی.

په اساسي توګه د ځمکې او د برښنا په برخه کې د صنعت‎کارانو د ستونزو هواری د دغې پالېسۍ مهم موارد دي.

XS
SM
MD
LG