د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۳۶

د صربیا چارواکو ۳ استرالیايي اتباع د قاچاق په تړاو ونیول


د صربیا چارواکو د استرالیا له پولیسو سره د هغو ګډو تحقیقاتو په ترڅ کې چې د مخدره موادو د یوه ستر قاچاق په تړاو یې کوي، پرون د استرالیا درې اتباع ونیول.

دغه درې استرالیایان د بلګراد د یوه هوټل په سالون کې د ۶۲۰ زره ایرو په ارزښت د کوکائینو له یوې کڅوړې او د په زرګونه ډالرو معادل اسیایي او اروپایي پیسو سره ونیول شول.

پولیس وایي، نیول شوي کسان د هغو څه کم ۱،۳ ټنه کوکائینو له کشف او ضبط سره تړاو لري چې په تېر اپرېل میاشت کې په سیډني کې په یوې چینایي کښتۍ کې وموندل شول.

دا د استرالیا په تاریخ کې تر ټولو زیات کوکائین دي چې ضبطېږي.

د استرالیا پولیسو ویلي وو چې دغه کوکائین چې په تور بازار کې یې ارزښت شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی، له مخکې په تولید شویو اوسپنېزو بلاکونو کې ځای پر ځای شوي وو.

په صربیا کې د دغو استرالیایانو له نیولو وروسته د استرالیا پولیسو په کانبیرا او د نیو ساوټ ولز «New South Wales» په درېیو ښارونو کې په هغو پنځو کسانو پسې د لټون عملیات ترسره کړل چې د نیولو امر یې صادر شوی دی.

XS
SM
MD
LG