د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۹

ناټو افغانستان ته د ګورجستاني سرتېرو لېږل وستایل


د ناټو چارواکو، افغانستان ته د ګورجستان د لسګونه سرتېرو د لېږلو ستاینه وکړه.

د ناټو د پوځي کمېټې رئیس پیتر پاول پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارو د مسؤلانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل:

"له ګورجستان سره د غونډې په ترڅ کې، د ناټو د دفاعي چارو رئیسانو په عملیاتو کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې د ګورجستان د پام وړ ونډې مننه وکړه."

د راپورونو له مخې نږدې یوه اوونۍ مخکې د ګورجستان ۱۰۰ پوځیان افغانستان ته ولاړل ترڅو په مزارشریف کې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې ځای پر ځای شي.

ګورجستان اوس په افغانستان کې ۸۸۵ سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG