د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

واشنګټن پوسټ: ایا هوايي حملې طالبان له خپلو فعالیتونو راګرځوي؟


يو شمېر نړيوالو رسنيو د افغانستان اوسني امنیتي وضعيت ته کتلي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سخت دريځو پر وړاندې د هوايي حملو زياتېدو ته توجه کړې ده.

ورځپاڼه د مقالې په لومړیو کې پوښتنه کوي، په ژمي کې د امریکايي ځواکونو حملې ونه‌ځنډېدې، خو ايا دا حملې طالبان له خپلو فعالیتونو راګرځوي؟

واشنګټن پوسټ لیکلي، په افغانستان کې تل په ژمي کې جګړه ورو کېږي او طالبان خپلو کليو او تودو سيمو ته ځي.

په مقابل کې امريکايي ځواکونو په دې موسم کې ستړيا ايستله.

خو د ورځپاڼې په وينا، په ۱۶ کلونو کې لومړی ځل ژمی ونه‌توانېد د امريکايي او افغان هوايي ځواکونو حملې کمې کړي او يوازي په سپټمبر مياشت کې دغو ځواکونو ۴۵۵ هوايي حملې کړي چې په اوسط ډول د ورځې ۱۵ حملې راځي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، په ټول ۲۰۱۲ ميلادي کال کې چې هغه مهال تر یو لک زیات امریکايي سرتېري په افغانستان کې وو، د سخت دريځو پر وړاندې يوازي ۲۰۰ حملې شوې وې.

خو د ۲۰۱۷ میلادي کال له اګست څخه تر ډسمبر مياشې پورې په افغانستان کې د سخت دريځو پر وړاندي شااوخوا ۲۰۰۰ حملې وشوې.

ورځپاڼې د امریکا د يوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې وايي، طالب قوماندانانو ورته ويلي چې دومره درانه تلفات نه‌شي زغملی.

واشنګټن پوسټ د بشري حقونو مدافع ډلو د خبرې يادونه کړې چې وايي، نورې هوايي حملې ښايي د ملکيانو تلفات زیات کړي.

خو نظامي چارواکو ويلي، په ټوله کې په افغانستان کې د هوايي حملو پر زیاتېدو سربېره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ملکيانو تلفات د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

  • نيويارک ټايمز

يوې بلې امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي، طالب جنګيالیو پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی چې افغان ځواکونه هدف وګرځوي.

ورځپاڼې د بېلګې په توګه د سې شنبې د ورځې هغې حملې ته اشاره کړې چې په کندز ولايت کې پر یوه پوسته وشوه او اته کسان په‌کې ووژل شول.

نيويارک ټايمز د کندز د پوليسو د قوماندان له قوله ليکلي چې وايي، د طالبانو سره قطعه په دغه ولايت کې افغان ځواکونو ته په سردرد بدله شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا، دغې قطعې په افغانستان کې په وروستیو څو مياشتو کې له لیزري او داسې تجهیزاتو په استفادې حملې کړي چې د شپې ورباندې لیدل کولای شي.

نيويارک ټايمز د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ويلي يې دي، د امریکا جوړ تجهيزات طالبانو نیولي، غلا شوي او يا هم له افغان ځواکونو څخه پېرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG