د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

نیکي هیلي: د افغانستان وضعیت ته خوشبیني زیاته شوې


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیره وایي چې په سرعت د افغانستان وضعیت په بدلېدو دی.

نیکي هیلي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل:

"د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پالېسي کار ورکوي. موږ په ډراماتیک ډول هلته تغییرات وینو او ګورو چې د امریکا تګلاره څه کوي، موږ تر بل هر وخت له طالبانو سره خبرو او د سولې پروسې ته ورنږدې شوي یوو."

نیکي هیلي
نیکي هیلي

نیکي هیلي زیاته کړه چې د سولې خبرې به د افغانانو په مشرۍ وي او په دې برخه کې د امریکا د اسانتیاو د برابرولو اړتیا نه‌شته، خو د دې خبرو حمایت ته ضرورت شته چې واشنګټن به‌یې ملاتړ کوي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ تګلاره دا ده چې د افغانستان د شخړې لپاره به وخت نه‌ټاکي او د افغانستان له حکومت سره به کار ته ادامه ورکوي ترڅو ښکاره نتیجه ترلاسه شي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال د اګسټ په وروستیو کې ستراتېژي اعلان کړه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د دې ستراتېژۍ له اعلانېدو راوروسته پر پاکستان فشارونه زیات شول.

نیکي هیلي چې د اوونۍ په پیل کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره کابل ته تللې وه، امریکا ته تر ستنېدو وروسته پرون ناوخته خبریالانو ته دا هم وویل چې په کابل کې حکومت دې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار زیات کړي.

پر پاکستان د فشار او په افغانستان کې د سولې خبرو ته د امید خبره د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا هم ازادي راډیو ته وکړه.

فرامرز تمنا
فرامرز تمنا

ښاغلي تمنا وویل:

"تر اوسه د سولې په برخه کې کله هم دومره د پام وړ هڅې په افغانستان کې نه‌وې شوې، د دې لپاره چې د افغانستان د سولې غوټه په پاکستان کې ده، نو که پر پاکستان نور فشار راشي هم له ادیالوژیک اړخه او هم له سیاسي او امنیتي پلوه، پاکستان به مجبوره شي چې خپل چلند بدل کړي او مجبوره به شي چې د ترهګرو او ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي."

پاکستان تل دا خبره رد کړې ده چې په خپله خاوره کې یې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، ترڅو چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي افغان ټولنه به دا احساس کوي چې خوندي نه‌ده.

نیکي هیلي دا ونه‌ویل چې څرنګه فشار پر پاکستان راولي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا واک لري چې پر هېوادونو او اشخاصو بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG