د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د انتحاري حملو په اړه د پاکستاني علماوو وروستۍ پرېکړه د نړیوالې ټولنې د فشارونو له کبله ده.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي چې پاکستان تل له دین څخه د سیاسي حربې په توګه استفاده کړې ده.
د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس د همدې موضوع په اړه له ښاغلي ستانکزي سره مرکه کړې ده: