د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

اسوشیټېډ پرس: د امريکا ولسمشر د خپل کمپاین پر مهال کړې يو شمېر ژمنې پوره کړي


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ډېری وختونه وايي چې د ولسمشر په توګه‌يې په لومړي کال کې تر بل هر ولسمشر ډېر څه کړي دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس راپور وايي، د امريکا ولسمشر د کمپاین پر مهال کړې يو شمېر ژمنې پوره کړي، لکه د هېواد د ماليې سيستم تغيیرول، په بهر کې د امریکا د دريځ تغيیرول او د سلګونه زره کډوالو ژوند بدلول.

راپور وايي، د ټرمپ د ولسمشرۍ یو کال تېرېږي، خو مکسيکو له امریکا سره پر پوله د د دېوال لپاره يوه روپۍ هم نه‌ده ورکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال ويلي وو چې دی به له مکسيکو سره پر پوله دېوال جوړ کړي او هغه هم د مکسيکو په پیسو.

راپور يادونه کوي چې ټرمپ د ځينو تغيیراتو لپاره له خنډونو سره مخامخ شوی او هغه هم د خپلو جمهوري غوښتونکو له‌خوا، نو ځکه تر اوسه د اوباما روغتیايي پلان پلی دی.

راپور وايي چې ټرمپ د خپل هېواد د ماليې سيستم تغیير کړی او دا تر اوسه د ده يوازنۍ لاسته راوړنه ده.

اسوشیټېډ پرس لیکي چې ټرمپ هڅې کړي تر څو خپل هېواد له یو شمېر نړيوالو موافقو وباسي، خو محکمې د کډوالۍ او امریکا ته د مسلمانانو د ننوتلو په اړه د ده تر ټولو پاروونکی اقدام محدود کړ.

راپور وايي، د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال ډونالد ټرمپ سياسي فضا بدله کړه، کله چې ده امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بنديز خبره وکړه.

دی بريالی شو چې له يو شمېر مسلمانو هېوادونو څخه امریکا ته د خلکو د ورتګ مخه ونيسي، خو دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې امریکا ته د غير قانوني ورتلونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

راپور وايي چې ټرمپ ويلي وو چې له هغو شرکتونو به ۳۵ فيصده مالیه اخلي چې بهر ته خپل توليدات لېږي، خو دا کار يې تر اوسه نه‌دی کړی، د ده پلان غواړي امریکايي شرکتونه لږه مالیه ورکړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او هغه شرکتونه چې په بهر کې دي، باید بېرته امریکا ته انتقال شي.

اسوشیټېډ پرس په خپل راپور کې ویلي چې ټرمپ داعش ډلې ته په چټکۍ سره د ماتې ورکولو ژمنه کړې وه او امریکايي او ائتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې داعش ډلې ته د پام وړ ضربې رسولي او په نتيجه کې یې سخت دريځي له ډېرو سيمو وتلي چې پخوا د دوی په ولکه کې وې.

خو د راپور په وينا، د امریکا پوځي قوماندانان اعلان نه‌کوي چې داعش ډله له‌منځه تللې ده، ځکه دوی په سوریه کې د دې ډلې له پاتې شونو اندېښنه لري.

راپور وايي، ټرمپ له لومړۍ ورځې راهيسي شااوخوا ۸۰ لايحې امضا کړې دي چې ډېری یې د مخالفتونو له کبله په قانون نه‌دي اووښتي.

XS
SM
MD
LG