د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۸

د فاریاب په سبزپوش کې د توغندیو د لګېدو له امله ۵ تنه وژل شوي


له فاریاب څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د سې شنبې په ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر بازار کې درې توغندي لګېدلي چې پنځه تنه‌یې وژلي او پنځه ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د پېښې ۲۰ ټپیان چې روغتیايي وضیعت‌یې ښه و، په ولسوالۍ کې تر درملنې لاندې دي او نور هغه ټپیان چې روغتیايي وضیعت‌یې خراب و، د میمنې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې یو پولیس سرتېری او نور ټول ولسي خلک دي.

ویل کېږي چې د توغندیو د دې برید هدف هغه ولایتي چارواکي وو چې دې ولسوالۍ ته‌یې د نوي والي د معرفۍ او دغلته د روانو عملیاتو د ارزیابۍ لپاره سفر کړی و.

تر اوسه چا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG