د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۳

متحده عربي امارات وایي، قطري جېټ الوتکو د دوی د الوتکو مخه نیولې


متحده عربي امارات وایي، قطري جېټ الوتکو بحرین ته پر لاره په نړیوال هوایي قلمرو کې د دې هېواد د دوو مسافر وړونکو الوتکو مخه نیولې وه.

قطر دغه ادعاوې ردوي.

د متحده عربي اماراتو د ملکي هوایي چلند د ادارې د چارواکو د دوشنبې د ورځې دغه ادعا کولای شي، د قطر او د څلورو نورو عربي هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات کړي.

د متحده عربي اماراتو چې نړیوال هوایي ډګر یې د نړۍ یو تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک هوایي ډګر دی، په ګډون دغو هېوادونو له څو میاشتو راهیسې پر قطر بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG