د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۲۲

له حکومت څخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غوښتنې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومت څخه غواړي چې له امنیتي پېښو زیامن شوي سوداګرو، سوداګریز شرکتونه او تأسیسات له مالیاتو معاف او ورسره نغدي مرسته یا هم پور ورکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي دغه څرګندونې له ازادي راډیو سره د کابل سټار هوټل د بیارغونې او بیا ځلي کار د پیل په تړاو وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت باید په دغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا په هدف امنیت ټینګ کړي.

کابل سټار هوټل چې اته میاشتې مخکې د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه په ټانکر بم چاودنه کې یې تأسیسات اغېزمن شوي وو، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» یې بیا په کار پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG