د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۱

جمشید زاده:۱۰ میاشتو کې ۷۰۰ زره متره غالۍ او فرش صادر شوي


د افغاني غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۷۰۰ زره متر غالۍ او فرش بهرته صادر شوي دي.

د دغې ټولنې مشر قربان علي جمشید زاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د غالیو صادرات ۶۵ سلنه امریکا، ۲۵ سلنه اروپايي هېوادونو او ۱۰ سلنه نورو هېوادونو ته وو.

ښاغلی جمشید زاده وايي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې بهر ته د پروسس شویو افغاني غالیو صادرات ۳۰ سلنو ته ورسېدل چې مخکې دغه رقم ۱۵ سلنه وو.

دی زیاتوي تېر کال پاکستان ته د غیر پروسس شویو غالیو صادرات ۸۵ سلنه وو، خو سږ کال دغه رقم ۷۰ سلنې ته راټیټ شوی دی.

د نوموړي د معلومات له مخې اوس‎مهال لرګي رنګه افغاني غالۍ په نړیوالو مارکېټونو کې تود بازار لري.

XS
SM
MD
LG