د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۳ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۸

د جاپان صدراعظم شینزو آبې بلګراد ته ولاړ


د جاپان صدراعظم شینزو آبې

د جاپان صدراعظم د یوګوسلاویا له وېشل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره بلګراد ته ولاړ.

شینزو آبې ته چې د جګپوړو چارواکو او جاپاني سوداګرو په ګډون د پلاوي په مشرۍ صربیا ته تللی دی د ولسمشر الکساندر وچیچ له‌خوا هرکلی وویل شو.

ټاکل شوې چې د جاپان صدراعظم به له خپل صرب سیال او د دې هېواد له نورو چارواکو سره هم وګوري.

ښاغلي آبې ویلي دي چې صربیا د لوېدیځ بالکان د ثبات کلي ده.

جاپاني چارواکو ویلي چې صربیا ته د صدراعظم آبې د سفر هدف د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ډيپلوماتیکو اړیکو پراخول دي.

له دې مخکې د جاپان یوه پخواني صدراعظم یوسو هایرو پر ۱۹۸۷ کال هغه مهال سفر کړی و چې بلګراد د یوګوسلاویا پلازمېنه وه.

ټاکل شوې چې شینزو آبې به اروپا ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې پر صربیا سربېره استونیا، لاتویا، لیتوانیا، بلغاریا او رومانیا ته هم ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG