د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۵ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۷

بلوچستان کې د یوه کمین په نتیجه کې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي


پاکستاني چارواکي وایي، په بلوچستان ایالت کې د یوه کمین په نتیجه کې ۵ امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره دا برید پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» په تُربت ښار کې شوی دی.

دغه ښار د بلوچستان د مرکز کوټې جنوب ته په ۷۷۷ کېلو مترۍ کې پروت دی.

د یوه سیمه‎ییز چارواکي په حواله ویل شوي چې وایي، یاغیانو د امنیتي ځواکونو پر کاروان ډزې وکړې.

په دغه برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو موټر سوځېدلی او پنځه تنه‌یې ووژل شول.

د پېښې مسؤلیت د پاکستان تحریک طالبانو منلی.

XS
SM
MD
LG