د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

نیویارک ټایمز: د امریکا او پاکستان په لانجه کې افغانستان زیان ویني


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، کله چې امریکا او پاکستان له يو بل سره لانجه کوي، زیان‌یې افغانستان ته رسېږي.

ورځپاڼې د هغو اعتراض کوونکو عکسونه خپاره کړي چې روانه مياشت‌يې په پېښور کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ عکسونه او د دې هېواد بيرغونه تر پښو لاندې کړي وو.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان او امریکا ترمنځ لانجو دوه ځلې يوه بل هېواد ته زیان رسولی چې نوم‌یې افغانستان دی.

په مقاله کې راغلي چې ډېری څېړونکي په دې باور دي چې د افغانستان وراني د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر تر حملو وروسته نه‎ده پيل شوې.

د ورځپاڼې په وينا، لومړی ځل د افغانستان ويجاړی ۴۰ کاله مخکې هغه مهال پيل شو چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې يو امریکايي ولسمشر او پاکستاني جنرالان لاس په لاس له خپلو سعودي ملګرو سره چې له ډالرو ډک بکسونه ورسره وو، افغانستان ته ځکه ننوتل چې روسیې او کمونېزم ته به ماتې ورکړي.

خو ظاهري شعار يې دا وو چې افغانستان د شوروي اتحاد له اشغاله خلاصوي.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانانو دوو نسلونو له جګړې پرته بل څه نه‎دي ليدلي.

د افغانستان پوليس له خلکو په زوره پیسو اخیستلو تورن دي.

ورځپاڼه زياتوي چې د امریکا له پټو لوبو او فشارونو وروسته د دې هېواد اوسنی ولسمشر وايي، امریکا پاکستان ته په احمقانه توګه میلياردونه ډالره مرستې ورکړي چې په بدل کې يې پرته له تېر ايستل کېدو بل هېڅ تر لاسه نه‎کړل.

  • د جګړې او سولې انسټټیوټ

د جګړې او سولې انسټټیوټ "د افغانستان پوليس له خلکو په زوره پیسو اخیستلو تورن دي" په عنوان مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي:

د غزني ولايت په يوه ولسوالۍ کې محلي پولیس هره ورځ له ځايي خلکو په زوره پیسې اخلي او دا د مقالې په وینا د ياد انسټټیوټ د دوو مياشتو د تحقیق نتيجه ښيي.

د دې څېړنې پر مهال د غزني د مقر ولسوالۍ په لسګونه کلیو کې له اوسېدونکو سره ۴۰ مرکې شوې دي.

هغو چې مرکې ورسره شوي، ويلي د څلورو کلونو په اوږدو کې په دغې سیمه کې پولیسو له دوی څخه غوښتي چې پیسې ورکړي او دوی په منظمه توګه پولیسو ته غنم، وچه مېوه، جواري او لوبیا ورکړي دي.

د مقالې د ليکوال په وینا، په دې سیمه کې د ځايي پولیسو قوماندان تأييد کړې چې تر امر لاندې کسانو یې له خلکو پیسې او خواړه اخیستي دي.

خو دغه قوماندان خپل نوم نه‎دی ياد کړی او ټينګار يې کړی چې دا پیسې او خواړه‌يې ځواکونو ته د ډالۍ په توګه ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG